ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لښکرګاه کې اورلګېدنې شاوخوا یو میلیون افغانۍ زیان اړولی

لښکرګاه کې اورلګېدنې شاوخوا یو میلیون افغانۍ زیان اړولی

author avatar
25 Jun 2022 - 16:51
لښکرګاه کې اورلګېدنې شاوخوا یو میلیون افغانۍ زیان اړولی
author avatar
25 Jun 2022 - 16:51

[restrict paid=”true”]

لښکرګاه (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د اورلګېدنې له امله یو دوکان سوځېدلی او نږدې یو میلیون افغانۍ زيان يې اړولی دی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک ته وویل چې اورلګېدنه تېره شپه د لښکرګاه ښار په لومړۍ ناحيه کې د عمري مارکېت په يوه دوکان کې رامنځته شوه.

هغه د اورلګېدنې د لامل په اړه څه ونه ویل خو زياته يې کړه چې د اوروژنې ډله پر وخت سيمې ته ورسېده او د نورو دوکانونو د سوځېدو مخه يې ونیوه.

[/restrict]

Views: 32

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.