. . .
د هلمند په مرکز لښکرګاه او ګرمسېر ولسوالیو کې دوو کسانو ځانوژنې کړې دي.
لښکرګاه (پژواک، ٢٧ کب ١٤٠٠): په هلمند کې د خبریال ورځې په مناسبت یوې غونډه کې خبريالانو له حکومتي مسوولينو غوښتي چې د رسنیز فعالیت
د هلمند ولایت مسوولین وايي، د دغه ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې، د يو کس چې ۱۷ ورځې مخکې ورک شوی و، وړمه ورځ جسد موندل شوی دی.
هلمند کې د کرنې مسوولین وايي چې په دغه ولايت کې د زعفرانو کرکیلې د ترویج لپاره هڅې چکوي.
د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې تېره ورځ يې د دغه ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د نشه يي توکو “اومانو” د توليد يوه کارخانه کشف کړې او له منځه وړې او په تړاو يې اته کسان نيولي دي.
تېرې شل کلنې جګړې په هلمند کې د يوې کورنۍ ټول نارينه اخيستي او د ۲۸ يتيمانو سرپرستي څلورو کونډو ته ورپاتې ده، اوس د بېوزلۍ په انتها کې ژوند کوي.
په هلمند او کندهار کې په دوو جلا پېښو کې دوه ماشومان ژورو څاګانو ته لوېدلي چې یو ژغورل شوی او د بل د ژغورلو هڅې روانې دي.
لښکرګاه (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): په هلمند کې مسوولین وايي چې د دغه ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې یوه کور ته لاسي بم غورځول شوی
د هلمند د مارجې ولسوالۍ د «ښت» سیمې اړوند یوه کور کې د هاوان یوې زړې مرمۍ چاودنه کړې او کسان یې ټپیان کړي دي.
لښکرګاه ( پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۰) : ځایي مسوولین وایي، چې هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پيښې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.