ژبه

هلمند کې د لاسي بم برید کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

لښکرګاه (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): په هلمند کې مسوولین وايي چې د دغه ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې یوه کور ته لاسي بم غورځول شوی چې له امله يې يو کس وژل شوی او څلور ټپيان دي.

د هلمند امنيې قوماندانۍ پژواک خبري اژانس ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دا پېښه تېره شپه د نوزاد ولسوالۍ په کشک کلي کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې یاده پېښه د بريدګر او کور د مالک ترمنځ له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.

سرچينې ويلي، امنيتي ځواکونو بريدګر د دې ولسوالۍ په پيراباد سيمه کې نيولی چې له لومړنيو پلټنو وروسته به قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع