Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هلمند امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون شپږ کسان مړه شوي.
په غزني او هلمند ولایتونو کې د څه باندې نهه میلیون افغانیو په لګښت درې رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
سیمهییز مسوولین وایي، په هلمند او اروزګان ولایتونو کې د څه باندې اته میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي، د نړۍوال بانک او د خوړو او کرنې سازمان په مالي مرسته ۱۸ ولسوالیو کې څه باندي ۵۵ زره کروندګرو ته د مسلکي کرنې برخه کې روزنه ورکول کېږي .
هلمند کې ځايي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د «کلب لېول» په نوم د کرکټ سیالۍ د وزیر محمداکبرخان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د هلمند سېمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د امر بالمعروف، نهيعنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست د محتسبینو له لورې یو ګوډګر نیول شوی دی.
د هلمند سېمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په سنګین او ګرمسیر ولسوالیو کې د شاوخوا اته میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د کیکبکسینګ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د هلمند د والي ویاند وایي چې په تېرو دوو اوونیو کې په دغه ولایت کې د کرنې او امنیتي ادارو په همکارۍ ١٢٨٠٠ جریب غصب شوې حکومتي ځمکه راګرځول شوې ده.
سېمهییز چارواکي وایي، په لښکرګاه ښار کې د ۶۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د درېیو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
سېمهییز چارواکي وایي، د هلمند ولایت ملکي هوایي ډګر کې د شاوخوا اته میلیون افغانیو په لګښت د مسافرو لپاره د تمځای جوړولو چارې پیل شوې.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په سردار ګلمحمد خان صنعتي ښارګوټي کې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د درمل جوړولو یوه کارخونه جوړه او فعالیت یې پیل کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP