Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
جوزجان کې ځینې انځورګرې نجونې له مسوولینو غواړي چې د هنري، په ځانکړې توګه د انځورګرۍ نندارتونونو په جوړولو سره د دوی ملاتړ وکړي.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي، د جوزجان – بلخ پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.
جوزجان کې یو شمېر کسان چې د ورېښم چینجیو پر روزنه بوخت دي، له حکومت او مرستندویه موسسو غواړي چې ملاتړ یې وکړي څو کاروبار یې لا وغوړېږي.
جوزجان کې ځینې کوژدن ځوانان د نجلۍ کور ته د اختري وړلو په څېر ناسم دودونه ملا ماتوونکي بولي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.
سرچینې د کابل – غور لویې لارې له پرانیستل کېدو او د جوزجان اقچې ولسوالۍ په کوهستاناتو کې په واروه کې د ایسار شوو ۱۳ مسافرو له ژغورل کېدو خبر ورکوي.
د جوزجان ځایي مسوولینو تېرو دوو کلونو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۲ ښوونځيو لپاره د نوو ودانیو جوړېدو خبر ورکړی خو وایي، لا هم د دغه ولایت ۱۲۰ ښوونځي ودانۍ نه لري.
د جوزجان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وايي چې په دغه ولایت کې ۹۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته سرپناوې جوړې شوې دي.
په جوزجان کې یوې مېرمنې د لاسي صنایعو او سنیو اوبدولو دوو کارخونو په جوړولو سره د دغه ولایت ۱۷۰ کونډو او بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د جوزجان سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په مریادن ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي کلینیک له جوړېدو خبر ورکوي؛ بلخوا، د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې مخکې یې د معیاري روغتیايي مرکز نشتون له امله خپل ناروغان د دغه ولایت مرکز ته لېږدول.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د لاسي توکو یو شمېر ښځینه پلورونکې د خپلو توکو پلورلو لپاره د مناسب ځای له نشتوالي شکایت کوي، خو د شبرغان ښاروالي وايي، هڅه کوي څو دغو ښځو ته مناسب او وړیا ځای پیدا کړي.
د بامیان ولایت اوسېدونکی ۲۵ کلن مهدي چې له خپل واده دوه میاشتې وروسته د ولور لپاره قرض کړو پیسو پیدا کولو په موخه ایران ته تللی وايي، له دې امله چې دی مسافر دی، مېرمن یې د طلاق غوښتنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP