ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې یو شمېر لاسي پلورونکې له حکومته د خپل کاروبار لپاره د ځانګړي ځای غوښتنه کوي

جوزجان کې یو شمېر لاسي پلورونکې له حکومته د خپل کاروبار لپاره د ځانګړي ځای غوښتنه کوي

author avatar
8 Feb 2024 - 13:55
جوزجان کې یو شمېر لاسي پلورونکې له حکومته د خپل کاروبار لپاره د ځانګړي ځای غوښتنه کوي
author avatar
8 Feb 2024 - 13:55

شبرغان (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د لاسي توکو یو شمېر ښځینه پلورونکې د خپلو توکو پلورلو لپاره د مناسب ځای له نشتوالي شکایت کوي، خو د شبرغان ښاروالي وايي، هڅه کوي څو دغو ښځو ته مناسب او وړیا ځای پیدا کړي.

په جوزجان کې ډېری ښځې د کور کارونو ترڅنګ د لاسي صنایعو، خامک ګنډلو، مرۍ جوړولو، یخن او افغاني جامو جوړولو برخو کې هم کار کوي او بیا دغه توکي په بازار کې پلوري.

۴۰ کلنه فرزانه چې له نهو کلونو راهیسې د شبرغان ښار پر واټونو لاسي توکي پلوري، د خپلو محصولاتو د خرڅلا لپاره د مناسب ځای نشتوالي ته اندېښمنه ده او له حکومته غواړي څو جدي پاملرنه ورته وکړي.

هغې وویل: «زه خپله کونډه یم، د لاسي توکو پلور له لارې یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوم، دوه اولادونه لرم، دلته موږ دویم لاس توکي اخلو او یا یې خپله چمتو کوو او یا هم خلک خپلې جامې پر موږ خرڅوي، په ټيټ قیمت یې اخلو او په لږ ګټه یې بېرته پلورو.»

هغه له اقتصادي ستونزو شکایت کوي او وايي: «د کور سرپرسته زه یم، ستونزې مو بیخي ډېرې دي، یو خو موږ ته مشخص ځای نشته چې هلته خپل کاروبار مخ‌ته یوسو.»

په همدې حال کې، په شبرغان ښار کې بله د لاسي توکو پلورونکې شبنم هم د خپلو توکو د پلور لپاره د مناسب ځای له نشتوالي شکایت کوي.

هغې وویل: «اووه کاله کېږي چې لاسي توکي پلورم، د کور سرپرستي زه خپله کوم، څلور اولادونه لرم، له سهار تر ماښامه پر واټونو لاسي توکي پلورم، دلته د ماشومانو، ښځینه او نارینه‌وو لپاره په لاس ګنډل شوې او خامک جامې او یخنونه پلورم.»

هغه هم د مخکې پر نسبت د پلور بازار له پيکه‌والي اندېښمنه ده او وايي: «زموږ خرڅلاو خراب دی، په اونیو یوه جوړه جامې نه‌شو خرڅولای، که دولت لږ پاملرنه هم راته وکړي او ښځو ته یو ځانکړی مارکېټ جوړ کړي، ډېر به ښه وي.»

په شبرغان کې بلې لاسي پلورونکې مرضیې هم د لاسي توکو پلورونکو ښځو لپاره د یوه دایمي ځای جوړېدل مهم وبلل او زیاته یې کړه: «په ژمي کې پر نمجنه ځمکه او په اوړي کې تر سره لمر لاندې لاسي توکي پلورو.»

هغې د شبرغان ښار پر واټونو د کار لامل اقتصادي ستونزې او د سرپرست نه درلودل وبلل او ویې ویل: «مخکې زموږ پلور ډېر ښه و، زموږ پېرېدونکي ان له ولسوالیو او لرو کلیو راتلل؛ خو په دې وروستیو کې مو فروشات خراب دي او په تاوان روان یو.»

هغه هم د جوزجان له ښاروالۍ غواړي څو په دغه ښار کې د لاسي توکو پلورونکو ښځو لپاره یو ځانګړی ځای معلوم کړي خو کرایه یې باید ډېره لوړه نه وي.

خو د شبرغان ښاروال مولوي حبیب‌الله قانع وايي چې ډېری دغه ښځې حاضري نه دي څو د دوی لپاره په پام کې نیول شوو ځانګړو بازارونو ته ولاړې شي.

هغه وویل، هڅه کوي چې د لاسي توکو پلورونکو ښځو لپاره یو ځای ځانګړی کړي چې له یوې خوا کرایه ترې وانه‌خیستل شي او له بل لوري د دوی محصولاتو ته د بازارموندنې زمینه په کې برابره شي.

هغه زیاته کړه: «دغه ښځې موږ څو ځله له واټونو راټولې کړې او ځانګړو ځایونو ته مو ولېږدولې، خو ډېری ونه توانېدې چې د تولیداتو د پلور نشتوالي له امله د ځای ‎کرایه ورکړي، اوس موږ هڅه کوو چې د دغو ښځو لپاره داسې یو ځای وټاکل شي څو کرایه ونه‌ لري.»

Visits: 128

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.