Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فاریاب، زابل ، اروزګان او جوزجان ولایتونو بېلابېلو ترافیکي پېښو کې شپږ تنه مړه او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.
د جوزجان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونه دغه ولایت کې کوچنیو او لویو سوداګریو ته د ښځو د لېوالتیا له ډېرېدو خبر ورکوي، وايي چې اوسمهال د سوداګریزو جوازونو اخیستو لپاره د پخوا په نسبت ډېرې ښځې مراجعه کوي.
د جوزجان د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار په مربوطاتو کې د ۹ میلیون او ۵۰ زره افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړولو چارو د پیل خبر ورکوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په جوزجان کې ۲۳ هغو کورنیو ته چې په خېمو کې اوسېدل، د کورونو له جوړېدو او راستانه شوو کډوالو ته د لومړنیو خوراکي توکو له وېشلو خبر ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال د جوزجان ولایتي روغتون کې د درې نوو برخو پرانیستې پر مهال د روغتیا برخې پر معیاري کولو ټینګار وکړ او ویې ویل، هغه ډاکټران به وستایل شي چې د چارو په ترسره کولو کې رښتیني دي.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP