د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن د زمبابوې له لوبډلې سره د شلاوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه ترسره کړي.
د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) اعلان کړی چې د دغه سازمان امنیت شورا سبا (پنجشنبه) د افغانستان په اړه ناسته ترسره کوي.
د راپورونو له مخې، د بلوچستان په مرکز کوېټه کې د پولیسو یوې پوستې ته نږدې دوه شکمن موټرسایکلسپاره چې چاودېدونکي توکي یې لېږدول، د دغو توکو چاودنه کې وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونه له اوکراین سره د مهماتو او بېپېلوټه الوتکو پېرلو لپاره د ۹۸۸ میلیون ډالرو مرسته کوي.
د روسیې د بېړني حالت وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین په سپارښتنه یې افغانستان ته د بشري مرستو پنځمه جوپه لېږلې ده.
په کابل کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د فزیکي بیاځواکمنتیا مرکز کې یو شمېر معلولین له خپلو تجربو او زدهکړو په استفادې خپلو نورو همنوعو ته مصنوعي لاسونه، پښې او د بدن نور غړي جوړوي څو هغوی وکولای شي بېرته د ګرځېدو توان پیدا کړي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سمرقند له والي سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان ګډو مشترکاتو ته په پام هڅه کوي له ازبکستان سره خپلې اړیکې پراخې کړې.
د معلولینو نړۍوالې ورځې (د ډسمبر ۳مه) سره همهاله په کابل کې د سره صلیب روغتون رییس وایي چې په افغانستان کې هر کال د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په اوو مرکزونو کې له ۱۶ تر ۱۸ زره پورې نوي معلولین ثبتیږي.
د اسلامي همکاریو سازمان وايي چې د دغه سازمان استازي طارق علي بخیت او د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي اندي مک کوبري له اسلامي امارت سره د تعامل د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت روانه اونۍ په دغه هېواد کې د اقتصادي همکاریو سازمان (اکو) غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو اتهویشتمې ناستې له جوړېدو خبر ورکوي.
د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې پر «عبادتکوونکو» برید غندلی او ویلي یې دي چې د دې پېښې بشپړه څېړنه دې وشي.
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین مرستیال د کابل له عربي دارالعلومه د لسګونو کسانو فراغتغونډه کې ویلي چې ښوونځيو او مدرسو کې دې په عصري او دیني زدهکړو کې د کمیت په نسبت تر ډېره پر کیفیت تمرکز وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP