Language

کوېټه کې چاودنې دوه کسان وژلي
آرشیف

کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د بلوچستان په مرکز کوېټه کې د پولیسو یوې پوستې ته نږدې دوه شکمن موټرسایکل‌سپاره چې چاودېدونکي توکي یې لېږدول، د دغو توکو چاودنه کې وژل شوي دي.

د ای‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، دغه چاودنه پرون (دوشنبه) هغه مهال شوې چې دوو شکمنو کسانو چاودېدونکي توکي لېږدول او د هغو د چاودنې له امله وژل شوي دي.

د راپور له مخې، یاده پېښه د بلوچستان د مرکز کوېټې ښار شمال ته په ۷۵ کیلومترۍ کې شوې ده.

د ځايي پولیسو یو افسر غلام رسول ویلي چې یو پلاوی د یادې پېښې په اړه څېړنه کوي.

نوموړي په دې اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي.

Related Topics