منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۲ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی

د کالیفورنیا والي د ۵۴۸ بندیانو د اعدام سزا په عمري بند بدلوي

· ۳ دقیقې لوستل · تازه شوی

کابل (پژواک) – د امریکا د کالیفورنیا ایالت والي ګاوین نیوسام اعلان کړی چې په اعدام د محکومو ۵۴۸ بندیانو سزاوې په عمري بند بدلوي؛ دا اقدام د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لویه ډله‌ییزه بښنه بلل شوې ده.

د الجزیرې د راپور له مخې، ګاوین نیوسام د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) اعلان وکړ چې په کالیفورنیا ایالت کې د اعدام پر سزا د ټولو محکومو ۵۴۸ بندیانو سزاوې به له مشروطې خوشې کېدو پرته په عمري بند بدلې شي.

د راپور له مخې، دغه پرېکړه داسې مهال شوې چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په کالیفورنیا ایالت کې هېڅ بندي نه دی اعدام شوی.

نیوسام په یوه پرانیستي لیک کې ویلي: «زه دا اقدام ځکه کوم چې په دې باور لرم، د دولت له خوا د انسانانو وژل د کالیفورنیا له ارزښتونو سره سمون نه لري، زموږ د حقوقي نظام بنسټونه کمزوري کوي او زموږ د ټولو انساني کرامت ته زیان رسوي.»

په راپور کې راغلي چې په امریکا کې د اعدام له سزا ملاتړ د ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې کم شوی، خو لا هم د خلکو د اکثریت ملاتړ ورسره دی.

د پیو څېړنیز مرکز د یوې نظرپوښتنې له مخې چې د اګست په میاشت کې خپره شوې، ۶۶ سلنه امریکایانو د قتل په جرم د محکومو کسانو د اعدام له سزا ملاتړ کړی؛ په داسې حال کې چې شاوخوا ۷۳ سلنه یې منلې چې د بې‌ګناه کسانو د اعدام احتمال هم شته.

د الجزیرې د راپور له مخې، تر اوسه د امریکا ۲۳ ایالتونو د اعدام سزا په بشپړه توګه لغوه کړې او یو شمېر نورو بیا، سره له دې چې دغه سزا یې په قوانینو کې شته، په عملي توګه یې پلي کول درولي دي.

د امریکا د اعدام سزا د معلوماتو مرکز (DPIC) ویلي چې کالیفورنیا ایالت له ۱۹۷۸ کال راهیسې د اعدام له سزا سره پر اړوندو قضیو شاوخوا شپږ میلیارده ډالر لګولي، خو په دې موده کې یوازې ۱۳ کسان اعدام شوي دي.

دغه مرکز زیاته کړې چې له ۱۹۷۳ کال راهیسې په امریکا کې لږ تر لږه ۲۰۳ کسان چې په تېروتنې د اعدام پر سزا محکوم شوي وو، د دوسیو له بیا څېړلو وروسته بې‌ګناه پېژندل شوي دي.

د اعدام سزا د معلوماتو مرکز اجرائیوي مشرې رابین ماهر د کالیفورنیا د والي پرېکړه په امریکا کې د اعدام سزا په تاریخ کې یو مهم بدلون بللی او ویلي یې دي چې تر اوسه د دغه هېواد هېڅ والي په دومره پراخه کچه د اعدام سزاوې نه وې بدلې کړې.

خو یاد مرکز ویلي چې د کالیفورنیا د قوانینو له مخې، د دغو پرېکړو شاوخوا دوه پر درېیمه برخه باید له وروستي کېدو مخکې د دغه ایالت د سترې محکمې له خوا وڅېړل شي.

راپور زیاتوي چې د دې پرېکړې په عملي کېدو سره به په ټوله امریکا کې په اعدام د محکومو بندیانو شمېر نږدې ۳۰ سلنه راکم شي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فدرالي کچه د درنو جرمونو لپاره د اعدام سزا د پلي کېدو د پراخولو ملاتړ کړی دی.