کابل (پژواک) – د اسوشیټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په داسې حال کې د ایران له چارواکو سره له متحده ایالتونو څخه د ایرانیانو د ایستلو په اړه پټې خبرې کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه روانه وه.
یاد خبري اژانس د امریکا له محکمو څخه د ترلاسهشویو اسناد پر بنسټ راپور ورکړی چې د امریکا حکومت د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر نیمایي پورې هم د یوه نامعلوم درېیم هېواد له لارې د ایرانیانو د ایستلو پلان درلود.
راپور کې راغلې چې د امریکا د یوې محکمې قاضي حکومت ته امر کړی چې ایران یا بل هېواد ته د ایرانیانو د ایستلو د هر وروستي شوي پلان په اړه دې ۲۴ ساعته مخکې محکمې ته خبر ورکړي او د ایستلو تر عملي کېدو پنځه ورځې مخکې دې لیکلی خبرتیا وړاندې کړي.
د اسوشیټېډپرېس د راپور له مخې، د امریکا او ایران چارواکو د جګړې پر مهال هم د سفر د اسنادو برابرولو او د ایستلو د احتمالي لارو په اړه اړیکې ساتلې وې. په دې راپور کې د امریکايي کډوالۍ چارواکو د سلګونو برېښنالیکونو یادونه هم شوې چې له مخې یې دواړو هېوادونو د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر او ډسمبر او د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې د درېیو الوتنو له لارې د څه باندې ۱۰۰ ایرانیانو د بېرته لېږلو لپاره همغږي کړې وه.
د راپور له مخې، د ټرمپ ادارې د هغو هېوادونو د ډیپلوماتیکو خنډونو د لرې کولو لپاره چې د خپلو وګړو له منلو ډډه کوي، ځینې کسان د هغوی له اصلي هېوادونو پرته نورو هېوادونو ته هم لېږلي دي. په دې لړ کې السلوادور، کوسټاریکا او پاناما هم له امریکا څخه د نورو هېوادونو د وګړو منلو ته چمتو شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د امریکا د کورني امنیت وزارت بیا له ایراني چارواکو سره د ایرانیانو د پناه غوښتنې د اسنادو له شریکولو سره مخالفت کړی دی.










