منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۵ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی

ټرمپ: د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې هوکړه ډېره نږدې شوې ده

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له ځانګړي استازي سره تر لیدنې وروسته ویلي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره هوکړه ډېره نږدې شوې ده.
د الجزیرې د راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ١٤مه) د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي کیریل دیمیتریف سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته کړي دي.
نوموړي له دیمیتریف سره د خپلو خبرو د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړې: «یوه هوکړه به وشي؛ یوه لویه هوکړه چې یوازې تر اوکراین پورې به محدوده نه وي.»
ټرمپ دغه راز ویلي چې ښايي په دې هڅو کې ټوله اروپا هم شامله وي.
د امریکا ولسمشر تایید کړې چې د پنجشنبې په ورځ یې سپینې ماڼۍ ته له ورغلي اوکرایني پلاوي سره لیدنه نه ده کړې.
الجزیرې لیکلي چې دا لیدنه داسې مهال شوې چې د امریکا لومړۍ مېرمنې ملانیا ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د روسیې او اوکراین د استازو په ګډون یوه غونډه جوړه کړې وه. د دې غونډې موخه د اوکراین د خرسون سیمې په اولشکي ښار کې د اکتوبر میاشتې له شپږ ورځني اوربند وروسته د ډیپلوماټیکو هڅو پیاوړتیا ښودل شوې ده.
د راپور د معلوماتو له مخې، دغه لنډمهالی اوربند چې د اکتوبر له ۲۷مې د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې یې دوام وکړ، د روسیې تر کنټرول لاندې له یاد ښار څخه د نږدې ۸۰۰ ملکي وګړو د ایستلو او دغه ښار ته د خوراکي توکو او اړینو طبي وسایلو د لېږد زمینه برابره کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه له څلورو کلونو راهیسې روانه ده او په وروستیو اوونیو کې یې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې شوې دي.
حسرت