منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د روسیې ځانګړی استازی د ټرمپ له ټاکنیزې ماتې وروسته واشنګټن ته تللی

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی کیریل دیمیتریف د امریکا د منځمهاله ټاکنو له پایلو وروسته له امریکايي چارواکو سره د لومړنۍ مخامخ لیدنې په موخه واشنګټن ته تللی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، دیمیتریف به د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ یې د روسیې او اوکراین د استازو د راټولولو لپاره جوړوي.

په دغه غونډه کې به د روسیې تر کنټرول لاندې د اوکراین په اولشکي ښار کې د شپږ ورځني اوربند په اړه خبرې وشي؛ دغه اوربند د ملانیا ټرمپ په منځګړیتوب ټینګ شوی دی.

د راپور له مخې، دیمیتریف به له امریکايي چارواکو سره هم وګوري. دا لیدنه د امریکا د منځمهاله ټاکنو له پایلو وروسته د دواړو هېوادونو د چارواکو لومړنۍ مخامخ اړیکه ده. په دغو ټاکنو کې ډیموکراټانو د سنا او استازو مجلس کنټرول له جمهوري‌ غوښتونکو څخه واخیست.

تمه ده چې ډیموکراټان د راتلونکي کال له جنورۍ وروسته په کانګرس کې د خپل اکثریت له لارې له اوکراین سره د مرستو د زیاتولو غوښتنه وکړي او د ټرمپ د ادارې ځینې پرېکړې، لکه له روسیې سره د ډیزلو معاملې او پر دغه هېواد ځینې بندیزونه وڅېړي.

بلخوا، کرملین ویلي چې هیله لري ټرمپ د جمهوري‌ غوښتونکو له ټاکنیزې ماتې سره سره د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د امریکا، روسیې او اوکراین د چارواکو درې‌اړخیزه غونډه د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې جوړه شي.

د راپور له مخې، دیمیتریف مخکې هم په ۲۰۲۵ کال کې په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ له ځانګړي استازي سټیو ویټکاف سره لیدلي وو.