منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۷ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی

نړیوال بانک: په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان بهرني پورونه نږدې دوه برابره شوي

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان ټول بهرني پورونه نږدې دوه برابره شوي او په ۲۰۱۵ کال کې له ۶۸.۷ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۳۵.۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.

د نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د نړیوالو پورونو د راپور له مخې، چې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ١٤مه) خپور شوی، په دې موده کې د پاکستان بهرني پورونه شاوخوا ۶۶.۴ میلیارد ډالره، یعنې ۹۶.۷ سلنه زیات شوي دي.

د دغه بانک د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر پایه د پاکستان له ټولو بهرنیو پورونو څخه شاوخوا ۹۲.۹ میلیارد ډالره یې د دولتي سکټور اوږدمهاله پورونه او هغه پورونه دي چې دولت یې د بېرته ورکړې ضمانت کړی دی.

نړیوال بانک دغه راز راپور ورکړی چې په ۲۰۲۴ کال کې د پاکستان ټول بهرني پورونه شاوخوا ۱۲۹.۹ میلیارد ډالره وو، خو په ۲۰۲۵ کال کې ۱۳۵.۱ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال بانک د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو ټول بهرني پورونه هم ۵.۵ سلنه زیات شوي او ۹.۴ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي چې تر دې وړاندې یې ساری نه و لیدل شوی.

په راپور کې راغلي، د هغو هېوادونو بهرني پورونه چې د نړیوال بانک اړوند د نړیوالې پراختیا له ټولنې څخه په اسانه شرایطو د مالي مرستو ترلاسه کولو وړ دي، ۸.۱ سلنه زیات شوي او ۱.۳ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

نړیوال بانک زیاته کړې چې د ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو په ۲۰۲۵ کال کې د خپلو پورونو د اصل او سود د بېرته ورکړې لپاره ټولټال ۱.۴ ټریلیون ډالره ورکړي چې دا د تېر کال په پرتله ۱.۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د پورونو زیاتوالی او د پور اخیستلو د لګښتونو لوړېدل کولای شي په بنسټیزو پراختیایي برخو کې د پانګونې لپاره شته مالي سرچینې محدودې کړي.