کابل (پژواک) – د الجزیرې د راپور له مخې، امریکا او اسرائیلو پر ایران د بریدونو بیا پیلولو لپاره پلانونه جوړ کړي او ځواکونه یې چمتو دي چې د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د ایران پر وړاندې پراخ پوځي عملیات پیل کړي.
الجزیرې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله راپور ورکړی چې د پنټاګون ځینو چارواکو او پوځي قوماندانانو د نوم نه ښودلو په شرط د چهارشنبې په ورځ دې ورځپاڼې ته ویلي، زرګونه امریکايي هوايي او سمندري ځواکونه د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو او د امریکا په پوځي اډو کې، همدارنګه پر څه باندې ۱۲ بېړیو کې ځای پر ځای شوي او د پوځي عملیاتو بیا پیلولو ته چمتو دي.
د راپور له مخې، نیویارک ټایمز تېره میاشت هم د امریکايي چارواکو او هغو کسانو په حواله چې د بریدونو د پلان په اړه له بحثونو خبر وو، لیکلي وو چې احتمالي بریدونه به «لنډمهاله او سخت» وي.
په راپور کې د ایران د انرژۍ زېربناوې، اټومي تاسیسات او د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو زېرمې د امریکا او اسراییلو د دغو احتمالي بریدونو هدفونه یاد شوي دي.
د یادونې ده چې تر دې مخکې ایراني چارواکو په پرلهپسې توګه خبرداري ورکړي چې که امریکا بیاځلې برید وکړي، نو له نه اټکلېدونکي او سخت ځواب سره به مخ شي.










