کابل (پژواک، ۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن د زمبابوې له لوبډلې سره د شلاوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه ترسره کړي.
دغه لوبه د افغانستان پر وخت ماذیګر څلور بجې د زمبابوې په حرارې ښار کې ترسره کېږي.
افغان لوبډلې د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې له زمبابوې لوبډلې څخه د څلورو ویکټو په توپير ماتې وخوړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دې لوبلړۍ درېیمه لوبه به د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۵ نېټه ترسره شي.
افغان لوبډله له زمبابوې سره د درېیو یو ورځنیو او دوو ټیسټ لوبو لړۍ هم لري چې په ترتیب سره به تر جنوري میاشتې پای ته ورسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP