د بدنيښکلا د نړۍوال اتل عليرضا اساهي د جنازې مراسم نن په کابل کې ترسره شول.
د کرکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۴ کال د پنځوساووریزو لوبو د غوره ټیم ۱۱ کسیز نوملړ اعلان کړی چې د کرکټ درې افغان لوبغاړي هم په کې شامل دي.
د زدهکړو له نړۍوالې ورځې سره هممهاله یوناما افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اسلامي امارته یې غوښتي څو دا بندیز لرې کړي.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان کې د سېلابونو له امله ۱۱۰ ښوونځي په قسمي یا بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
ملګري ملتونه وايي چې د امریکا متحده ایالتونه د راتلونکي زېږدیز کال د جنوري په ۲۲مه د روغتیا له نړۍوال سازمانه وځي.
د امریکا نوی ولسمشر وايي چې هېواد یې د ناټو له غړو ساتنه کوي، خو هغوی د امریکا ساتنه نهکوي.
د ټولګټو وزارت د رېلپټلۍ معین د ازبکستان د ترانسپورټ له وزیر سره لیدنه کې د افغان – ټرانس پروژې د عملي کار د پیل د څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د امریکا نوي ولسمشر ته ویلي، هېواد یې هوډ لري چې راتلونکو څلورو کلونو کې امریکا کې ۶۰۰ میلیارد امریکايي ډالر پانګونه کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا لپاره رغنده ګام دی.
د راپورونه له مخې، د جرمني په اشافنبورګ ښار کې یو افغان د دوو کسانو د قتل په تور نیول شوی دی.
د راپورونو له مخې، د ترکیې د بولو ښار په یوه هوټل کې اورلګېدنې له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۷۶ ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲،۸ میلیون امریکايي ډالر مرسته کړې ده.