د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اته کسان مړه او اووه نور ټپيان شوي دي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين اذربايجان ته تللی او د دغه هېواد له ولسمشر سره به پر بېلابېلو موضوعاتو پراخې خبرې اترې ولري.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو له امله ۱۱ کسان مړه او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا
رییسالوزراء په هېواد کې د اسلامي امارت د بیا واکنمېدو ورځې (د زمري ۲۴مې) په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې حکومت اوس د هېواد رغولو او د خلکو د ژوند ساتلو مسووليت پر غاړه لري.
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې په تېر یوه کال کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې د ۴،۱ میلیون مټریک ټنه سوداګریزو توکو اتتقالات شوي دي.
د افغانستان فوټسال غوره لیګ سیالیو کې د پنجشېر پیروزي لوبډلې د نیمروز سعادت لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.
د راپورونو له مخې، د غزې په ترانګه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلو د برید له امله څه باندې ۱۰۰ کسانو ژوند بایللی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د اقتصاد وزارت وايي، تېر یو کال کې د غیردولتي موسسو له لوري دوه زره او ۱۹۴ بېلابېلې پروژې پلي شوې دي چې څه باندې ۲۰۰ زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
سیدعلي خامنهیي د ایران رهبر د دې ترڅنګ چې د اسماعیل هنیه غچ اخیستنه خپله دنده بولي، وایي، اسرائیل د هنیه په ترور سره ځان ته د سختو مجازاتو زمینه برابره کړه.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې دغه سازمان دې په افغانستان کې د سوري زړه ناروغانو لپاره د یوه روغتون جوړولو برخه کې مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرواګرام ویلي چې پّ تېرو نهو میاشتو کې یې په افغانستان کې له ۲۶۰ زره کسانو سره مرسته کړې ده.