ژبه

پاکستان کې د ترافیکي پېښې له امله اته کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اته کسان مړه او اووه نور ټپيان شوي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه پېښه نن سهار (دوشنبې) د سوکور – ملتان پر لویه لار د ملک‌ولي کلي اړوند د یوه مسافر وړونکي او ټرېلر موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

پولیسو ویلي چې مسافر وړونکی موټر له منسهره څخه د کراچۍ پر لور روان و.

پولیسو زیاته کړې، د څلورو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او په مړو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

درې میاشتې مخکې هم د پاکستان په پنجاب ایالت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ۹ ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۴ غړي مړه او ۱۲ نور کسان ټپیان شوي وو.

ورته موضوع