د کورنیو چارو وزارت وایي، ایران کې یو تښتول شوی افغان هرات کې او یو ماشوم خوست کې د انسانتښتوونکو له منګلو ژغورل شوي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هلمند کې د کجکي له بند څخه لیدنه کړې او دغه پروژه یې ملي او حیاتي بللې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر اسرائیلو د ایران برید مشروع دفاع بللې او د سیمې او نړۍ له موثرو هېوادونو یې غوښتي څو د اسرائیلو د جنایوتونو درولو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
پر اسرائیلو د ایران بریدونو ته ځينو هېوادونو او د ملګرو ملتونو سرمنشي غبرګون ښودلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د کړکېچ ختمولو غوښتنه کړې ده.
د راپورونو پر بنسټ، د امریکا متحده ایالتونو په فلوریدا ایالت کې د یوه کس په ډزو دوه کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د کراچۍ په ښار کې د افغانستان قونسلګري وايي چې د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو ۵۴ افغانان خوشي شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، ناپېژاندو وسلهوالو په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان د جمعیت علما ګوند (JUI-F) یو مهم غړی نوراسلام نظامي وژلی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي چې د کندهار میرویس روغتون سره یې د ۸۵ ټنه درملو او طبي تجهیزاتو مرسته کړې ده.
د افغانستان بانک وايي چې سبا (د وري ۱۱مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۷ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خیبر پښتونخوا کې پر چیني انجنیرانو د برید غبرګون کې ویلي چې دا ډول کړنې د سیمهییزې همکارۍ کمزوري کولو لپاره هڅه ده.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې کپټان اسلامالدین امیري ويلي چې د هند له ملي لوبډلې سره له لوبېدو وروسته به په رسمي ډول له ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړي.
د کابل ښاروالي وايي چې د ورځې ۶۶ زره نیالګي کېښودل کېږي او دغه ښار کې د خلکو له لوري د نیالګیو د تخریب په صورت کې له هغوی تاوان اخیستل کېږي.