کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۳): د افغانستان بانک وايي چې سبا (د وري ۱۱مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۷ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.

دغه بانک پر خپله اېکسپاڼه له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

سرچینې زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

سرچینه زیاتوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک وړمه ورځ هم د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلام کړي وو.