Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بامیان کې ځایي مسوولین وايي، ششپل کاروانسرای د دغه ولایت یوه لرغونې سیمه ده او د ۳،۵ میلیون ډالرو په لګښت بیارغول کېږي.
د بامیان ورزشي مسوولین وایي چې دغه ولایت کې د سیمهییزو او دودیزو لوبو ودې په موخه د ۱۲ ټیمونو ترمنځ د تیږې اچونې او رسۍکشولو سیالۍ ترسره شوې.
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په ځینو روغتیايي مرکزونو کې د درملو کمښت له امله اندېښنه څرګندوي او په دې برخه کې له حکومته د پاملرنې غوښتنه کوي، خو مسوولین بیا وايي، د یادې ستونزې د حل په موخه هڅې روانې دي.
د بامیان سیمهییز مسوولین چې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي دي.
د بامیان د ورزش مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د لسګونو ورزشکارانو په ګډون د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
بامیان کې د یوناما ساحوي دفتر مسوولین وایي چې اطلاعاتو ته لاسرسی یو له مهمو بشري حقونو دی چې د وخت په تېرېدو سره دغه ولایت کې د ښه کېدو په حال کې دی.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ۲۴ روغتیايي مرکزونو کې د څښاک پاکې اوبه او د مینځلو (واش) سیسټم نشته، په داسې حال کې ساري او موسمي ناروغۍ ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.
د بامیان ځايي مسوولین وايي چې د چاپېریال ساتنې برخه کې د خلکو همکارۍ په موخه یې د دغه ولایت زرګونه اوسېدونکو ته عامه پوهاوی ورکړی دی.
د بامیان د مرکز اوسېدونکې ۳۵ کلنه نجیبه د میراث له حقه د ښځو پر محرومېدو نیوکه کوي او وايي، د پلار له مړینې وروسته یې وروڼه حاضر نه شول څو دې ته د میراث حق ورکړي.
د بامیان ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت ځینې مواصلاتي لارې د واورې ښویېدو او سخت توپان له امله د لنډ وخت لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د بامیان د مرکز یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې له ناسمو دودونو او په ودونو او نورو مراسمو کې د لوړو لګښتونو له کېدو شکایت لري چې تازه د دغه ولایت قومي مشرانو په ټولنه کې د دغه کار مخنیوي او لوړو لګښتونو کمولو په اړه هوکړه کړې ده.
د بامیان ورزشي مسوولین وایي، د والیبال تورنمنټ چې د دغه ولایت په سیغان والسوالۍ کې د ۱۲ ټیمونو ترمنځ پیل شوی و د «قرونه» ټيم په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP