Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بشري حقونو یوه سازمان خبر ورکړی چې وړمه ورځ د ایران په مشهد کې څلور افغان کډوال چې د نشهيي توکو په تړاو نیول شوي وو، اعدام شوي دي.
د افغانستان بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي چې نن په کابل کې د یو شمېر بهرنیو لوبغاړو په ګډون د فوټبال اتلانو لیګ درېیم پړاو یوه میاشتنۍ سیالۍ پیل شوې.
د پروان د مرکز اړوند ګلغونډۍ کې د ارغوان ګل د دوولسمې ملي مشاعرې ځینو ګډونوالو وویل، حکومت دې دا ډول مشاعرو ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ ځکه د بېلابېلو سیمو د خلکو ترمنځ د یووالي لامل کېږي.
د امریکا کالیفورنیا پوهنتون افغان استاد ډاکټر عالم خان د دولتي کارکوونکو له تنخواوو د تقاعد ګرځولو په اړه د اسلامي امارت پرېکړه پر ځای بولي او د راتلونکي لپاره نوې طرحه ورته وړاندې کوي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست د سیمې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره لیدنه کې د افغانستان د پولو امنیت د تامین په اړه خبرې کړې، ویلي یې دي چې اسلامي امارت د پروژو د پیل او بشپړولو لپاره د امنیت او نورو هر ډول همکاریو تضمین کوي.
د کابل ښار لېسهمریم بازار کې د اور لګېدنې له امله دوکاندارانو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
د ایران او پاکستان له لوري د یو بل پر خاورو له بریدونو وروسته، د پاکستان له هوایي حریمه د تېرېدونکو الوتکو کچه نږدې ۵۰ سلنه کمه شوې ده.
د بلوچستان په کیچ سیمه کې چاودنې د پاکستان پنځه پوځیان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د افغانستان د مالیې وزارت وایي، خصوصي شرکتونو ته د هغو پروژو د شوي کار، تضمیناتو او تأمیناتو پیسې ورکوي چې تېر حکومت کې له اختیاري بودجې ترسره شوې دي.
چارواکو د کابل پوهنتون د محصلینو په فراغتغونډه کې پر ملي یوالي د ټینګار تر څنګ، دیني او عصري علوم سره تړلي وبلل، ویې ویل چې د اړتیاوو پوره کول وخت غواړي او ستونزې د یو بل په منلو حل کیږي.
د زدهکړو نړۍوال مشارکت شبکې (جيپياي) اعلان کړی چې د افغان ماشومانو د زدهکړو ملاتړ لپاره یې ۱۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وايي، په پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو کې یې د افغان کډوالو لاسنیوي په موخه ۲۱ میلیون امریکايي ډالر د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته سپارلې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP