ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د متقاعدینو مسئلې ته د کالیفورنیا پوهنتون د یوه افغان استاد طرحه

د متقاعدینو مسئلې ته د کالیفورنیا پوهنتون د یوه افغان استاد طرحه

author avatar
12 Apr 2024 - 18:17
د متقاعدینو مسئلې ته د کالیفورنیا پوهنتون د یوه افغان استاد طرحه
author avatar
12 Apr 2024 - 18:17

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۳): د امریکا کالیفورنیا پوهنتون افغان استاد ډاکټر عالم خان د دولتي کارکوونکو له تنخواوو د تقاعد ګرځولو په اړه د اسلامي امارت پرېکړه پر ځای بولي او د راتلونکي لپاره نوې طرحه ورته وړاندې کوي.

دغه متخصص مامورینو ته د تقاعد ورکولو په اړه یوه طرحه هم وړاندې کوي خو د هغې پلې کېدو ته د قانون جوړېدل او د متقاعدینو له چارو د څار ادارې رامنځته کول اړین بولي.

اسلامي امارت یوه میاشت مخکې د هېواد د ملکي او نظامي کارکوونکو له تنخواوو د تقاعد وضع کېدل بند اعلان کړي او ویلي یې دي چې د برحاله کارکوونکو د تقاعد پیسو رقم دې معلوم کړای شي څو تصمیم پرې ونیول شي.

د امریکا متحده ایالتونو کې د کالیفورنیا پوهنتون افغان استاد ډاکټر عالم خان د دولتي کارکوونکو د تقاعد مسئلې په اړه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د اسلامي امارت یاده پرېکړه پر ځای بولي.

دی وايي: «د کارکوونکو له تنخواوو د تقاعد وضعه کولو منعه کېدل ښه اقدام دی، خو اسلامي امارت باید ژر تر ژره لاس په کار شي او دغه سیسټم باید راجوړ کړي؛ ځکه متقاعدین نور وس نه لري.»

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت ته په کار ده چې د ټولو متقاعدینو د تقاعد پیسې ورکړي څو هغوی پرې خپل کار وکړي.

ډاکټر عالم خان زیاتوي: «د سورت النسا ۲۹ ایت شریف کې الله تعالی فرمایلي چې اې مؤمنانو! تاسو د یو او بل مالونه مه خورئ، مګر تجارت وکړئ او یا یې د یو او بل په خوښه وخورئ؛ دا دوه لارې دي، یا به تجارت ورسره کوې، بیا به د هغه په مال کې ورسره تصرف کوې او یا به یې د ده په خوښه خورې او تصرف به په کې کوې، نو په دې اساس حکومت له شرعي پلوه د تقاعد مسئله څېړلې ده او ورته معلومه شوې چې دغه کار د یاد ایت خلاف دی، نو ځکه یې دا منع کړی دی.»

متقاعدینو ته د هغوی د پیسو ورکړې لپاره طرحه:

د پوهنتون دغه افغان استاد له پژواک سره په خبرو کې متقاعدینو ته د هغوی د پیسو ورکړې طرحه شریکه کړه.

هغه وویل: «په کار ده چې لومړی د متقاعدینو قانون رامنځته او ژر تر ژره د تقاعد د څار یوه اداره جوړه شي، دغې ادارې سره په همغږۍ د متقاعدینو یوه اتحادیه ضروري ده او ترې لاندې یو مسلکي بورډ هم لازمي دی. هرکله چې د کارکوونکو پیسې وضعه کېږي، مشخصو اکاونټونو ته به ځي، که څوک یې مصرفوي نو کولی شي او کنه د پانګونې لپاره یې ادارې ته پرېږدي نو هم ښه خبره ده، څو پیسې یې په چلښت راشي او ګته ورته وکړي.»

ډاکټر عالم خان د تقاعد مسئله ډېره اړینه بولي، وایي کله چې انسان ضعفیږي او په وجود کې یې کمزورتیا راځي، نو دوی باید د عاید یو څه سرچینې ولري او د عایداتي منابعو شتون اسلام هم تاییدوي او ښه کار دی چې په منظمه توګه برابر شي.

د ده په وینا، په نړۍ کې د تقاعد سیستم د حکومت له چوکاټه بهر دی او خپله متقاعدین یې مدیریت کوي، حکومت یوازې ورته قانون جوړوي او د قانون تطبیق لپاره ورته د څارنې یوه اداره هم رامنځته کوي څو عدالت ښه تأمین شي.

«حکومت حق نه لري چې د متقاعدینو حق وځنډوي»

د اقتصادي مسایلو دغه متخصص وايي: «افغانستان کې حکومتونو د تقاعد مسئلې خیال ساتلی خو هغه طریقه یې سمه نه وه؛ ځکه مالیې وزارت تقاعد مستقیما د کارکوونکو له تنخواوو ګرځاوه او بیا به یې ساتلې، کله چې ضرورت به شو نو لږ لږ به یې ورکولې، کله چې جنګونه راغلل، اقتصادي بحرانونه راغلل، نو بیا متقاعدینو خپلې پیسې له لاسه ورکړې؛ ځکه دولت به نه ورکولې، ویل به یې چې موږ سره بودجه نشته، اوس هم هماغه حالت دی، تازه له جنګه راوتلي یو، اوس هم حکومت مشکل لري، وايي چې موږ پیسې نه لرو، کنه د کارکوونکو حق دی.»

هغه وویل، په اصل کې حکومت د دې حق نه لري چې د متقاعدینو حق وځنډوي، په کار ده چې ژر تر ژره یې ورکړي.

دا چې ولې اسلامي امارت له نږدې درېېو کلونو راهیسې د متقاعدینو پیسو په ورکولو نه دی توانېدلی، ډاکټر عالم خان یې علت د پیسو نشتوالي ستونزه یادوي، خو زیاتوي چې د خلکو ژوند ښه‌والي لپاره اړتیا ده چې د هغوی پیسې ژر تر ژره ورکړل شي.

هغه په پخوانیو حکومتونو کې د تقاعد موضوع کې د حیف او میل خبره کوي او وايي، د هغه مهال مامورینو به د متقاعدینو کارونه په یوه او بله بهانه ځنډول او مجبورول به یې چې رشوت ورکړي.

Views: 623

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.