Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو د تقاعد وضع کېدل بند شول

کابل (پژواک ۱۳ وری ۱۴۰۳): د اسلامي امارت مشرتابه امر کړی چې د روان لمریز کال له وري میاشتې څخه د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو د تقاعد وضع کېدل بند شي.

دغه حکم تېره ورځ د مالیې وزارت ته لیږل شوی دی.

په مکتوب کې راغلي: «د ۱۴۰۳ مالي کال د حمل میاشتې څخه د ملکي او نظامي معاشونو څخه د تقاعد وضع کېدل بند کړئ، او تاسي د ټولو اماراتي اداراتو په همکارۍ د امارت په کچه د برحاله نظامي او ملکي کارکوونکو د تقرر نېټه، د خدمت موده او د تقاعد تر نامه لاندې وضع شوی مبلغ معلوم کړئ او موږ ته معلومات راکړئ.»

د دغه مکتوب په پای کې د اسلامي مشرتابه لاسلیک کړی.

د اسلامي امارت یوې باوري سرچېنې پژواک خبري اژانس ته د دغه مکتوب سموالی تایید کړ.

ماليې وزارت کې یوې سرچينې بي بي سي ته ويلي، د هغو کسانو چې پخوا ترې تقاعد ګرځول شوی موضوع جلا ده او په اړه یې تراوسه حکم نه دی شوی. دا سرچینه زیاتوي چې دغه مکتوب په رسمي ډول مالیې وزارت ته رسېدلی دی.

د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ راهيسې د افغان متقاعدينو د معاشونو د ورکړې بهير له خنډونو سره مخ و. د تقاعد اخيستونکو سرټکاوه چې حکومت یې پيسې نه دي ورکړي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د روان میلادي کال په لومړیو ورځو ويلي وو، د تقاعد د ورکړې قانوني ستونزې هوارې شوې او ډېر ژر به د دوی حقونه ورکړل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.