د افغانستان لپاره د پاکستان او روسیې ځانګړو استازو له نړۍوالې ټولنې سره د اسلامي امارت پر تعامل او د افغانستان اقتصادي ودې په اړه خبرې کړې دي.
په افغانستان کې د کرونا پېښې ډېرې شوې او په تېرو شلو ورځو کې یې له امله ۲۶ کسان مړه شوي، خو په خلکو کې له دې ناروغۍ وېره کمه شوې او د مخنیوي لپاره یې اړینې لارښوونې په پام کې نه نیسي.
د بشري حقونو د څار سازمان وایي، د افغانستانه سرپرست حکومت باید له خطر سره د مخ لږکیو د ساتنې ترڅنګ د هغوی لپاره د بېړنیو روغتیایی خدماتو ملاتړ تضمین کړي؛ خو حکومت وایي، هغه څه یې کړي چې دغه سازمان یې اوس غوښتنه کوي.
یونسکو د افغانستان په شلو ولایتونو کې ۲۵ زره کسانو ته د اساسي زدهکړو پروګرام پلی کوي، بلخوا بیا د افغانستان پوهنې وزارت په هېواد کې ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو او نورو برخو کې د مرستو غوښتنه وکړه.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت له ایران څخه د «تخصص او فوق تخصص» په برخه کې د همکاريو غوښتنه کړې او وايي، دواړو هېوادونو د یوې هوکړې له مخې د افغانستان په روغتیايي برخو کې د ګډو همکاریو ژمنه وکړه.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په تېر یو کال کې د ننګرهار د الکترونیکي تذکرو وېش له مرکزه نږدې ۲۹ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، پاکستان کې وروستیو سېلابونو د پاکستانیانو ترڅنګ څه باندې ۴۲۰ زره افغان کډوال هم زیانمن کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله د اوښتو زیانونو کچه تر دوه ميلیون ډالرو ښيي او پر نړۍوالو غږ کوي چې په دې پېښو کې له زیانمن شوو سره اړینې مرستې وکړي.
د افغانستان پلازمېنه کې د کابل نړیوال هوایي ډګر څلورلاره د “آزادۍ څلورلاري” په نوم ونومول شوه.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار ۱۷مې حوزې اړوند سرکوتل سیمه کې په کرولا ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي چاودلي چې له امله یې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
سرپرست حکومت له هېواده د امريکايي ځواکونو وتلو لومړۍ کالیزې په مناسبت وايي، نړۍ دې د افغانستان پر وړاندې معقول سیاست خپل کړي او ارضي تمامیت ته دې یې په درنه سترګه وګوري.
مرکزي بانک وایي، د نړۍوالو بشري مرستو په لړ کې یو ځل بیا د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو نغدي مرستو کڅوړه کابل ته رارسېدلې ده.