کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان پلازمېنه کې د کابل نړیوال هوایي ډګر څلورلاره د "آزادۍ څلورلاري" په نوم ونومول شوه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې د کابینې په وړاندیز او د ریاست الوزراء په حکم نن مازدیګر د کابل نړیوال هوایي ډګر مخې ته چوک د آزادۍ د څلورلاري په نوم ونومول شو.
دی وايي چې ده په خپله په یاده سیمه کې د آزادۍ د څلي په نوم د یوه منار د بنسټ ډبره هم کېښوده.