Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت له ایران څخه د «تخصص او فوق تخصص» په برخه کې د همکاريو غوښتنه کړې او وايي، دواړو هېوادونو د یوې هوکړې له مخې د افغانستان په روغتیايي برخو کې د ګډو همکاریو ژمنه وکړه.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په تېر یو کال کې د ننګرهار د الکترونیکي تذکرو وېش له مرکزه نږدې ۲۹ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، پاکستان کې وروستیو سېلابونو د پاکستانیانو ترڅنګ څه باندې ۴۲۰ زره افغان کډوال هم زیانمن کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله د اوښتو زیانونو کچه تر دوه ميلیون ډالرو ښيي او پر نړۍوالو غږ کوي چې په دې پېښو کې له زیانمن شوو سره اړینې مرستې وکړي.
د افغانستان پلازمېنه کې د کابل نړیوال هوایي ډګر څلورلاره د “آزادۍ څلورلاري” په نوم ونومول شوه.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار ۱۷مې حوزې اړوند سرکوتل سیمه کې په کرولا ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي چاودلي چې له امله یې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
سرپرست حکومت له هېواده د امريکايي ځواکونو وتلو لومړۍ کالیزې په مناسبت وايي، نړۍ دې د افغانستان پر وړاندې معقول سیاست خپل کړي او ارضي تمامیت ته دې یې په درنه سترګه وګوري.
مرکزي بانک وایي، د نړۍوالو بشري مرستو په لړ کې یو ځل بیا د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو نغدي مرستو کڅوړه کابل ته رارسېدلې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، سبا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو او د هغوی د ملګرو د وتلو په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصت دی.
په ملګرو ملتونو کې د چین استازی وايي، د افغانستان سرپرست حکومت دې سیاسي خبرو اترو ته وده ورکړي څو نړۍواله ټولنه ورسره په معقوله او عملي بڼه خپله همکاري ډېره کړي.
پژواک موندلي چې په افغانستان کې په تېرو شپږو میاشتو کې څاګانو ته د یوې امیدوارې مېرمنې او ۱۵ ماشومانو لوېدو خبرونه خپاره شوي او له دې ډلې پنځه ماشومان ژغورل شوي خو ۱۱ مړه شوي دي.
کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۱): د کډوالۍ نړۍوال سازمان مرستیالې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې په
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP