Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اسلامي امارت مشر په خپل اختریز پیغام کې ویلي، مسوولین دې د خلکو پر وړاندې دروازې پرانیزي او له هغوی سره دې داسې چلند نه کوي چې ځان له مسؤولینو کم او یا پردی وبولي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د اجرایوي رییس مرستیال وايي، له افغان چارواکو سره یې د مرستو رسولو برخه کې د ښځو پر حیاتي رول ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی په افغانستان کې خپلو ښځینه کارکوونکو ته د کار مناسب چاپېریال برابروي.
کابینې پرېکړه وکړه چې د وږي نهمه له افغانستانه د امریکا د وروستي سرتېري د وتلو ورځ دې په هېواد کې عمومي رخصتي شي.
شاوخوا سل افغان ډاکټرانو د هغو نجونو لپاره چې زدهکړې یې ځنډېدلې، په وړیا ډول د طبي علومو پرلیکه زدهکړو زمینه برابره کړې او وایي، د ستوماتولوژۍ څانګې لپاره یې نوملیکنه روانه ده.
د عبداللطیف ستانکزي په نوم یوه افغان ډاکټر د اسټرالیا طبي شورا ازموینه کې د دغه هېواد په کچه دوېم او د ملبورن ښار په کچه لومړی ځای ګټلی.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې خپل تخنیکي ټیم بېرته کابل کې خپل سفارت ته استولی او اوس د دوی ډېر تمرکز د افغانانو پر ملاتړ او تاریخي اړیکو دی.
کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې سرمشریزې د افغانستان پرمختګ، امنیت، سولې او ثبات ته ژمنتیا څرګنده
ځیني خلک د پاکستان د ویزو اخیستو کې له ځنډ او کمېشنکارۍ شکایت کوي وايي، د افغانستان حکومت دې له پاکستان سره د دې ستونزې د حل لپاره خبرې وکړي، خو د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان ته په تګ راتګ کې د اسانتیاوو لپاره ګډه کمېټه جوړېږي.
کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): په کابل کې د چین سفیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، نړۍوالو ته
افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان مشر وايي، دغه سازمان خپل له ۵۰ ډېر شریکان هڅولي څو له افغانانو سره روغتیايي مرستې وکړي.
د اسلامي امارت مشرتابه د یو فرمان له لارې له چارواکو غوښتي چې مراجعینو ته اسانتیاوي برابرې کړي څو هغوی خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي او که خپله ورسره نه شي لیدلای، خپل استازی دې ورته وټاکي.
کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د رییسالوزراء اداري مرستیال وايي، که نړۍ غواړي افغانان ور کډوال نه شي، نو لګول شوي محدودیتونه دې
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP