Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان لپاره د ازبکستان هېواد ځانګړی استازی عصمتالله ایرګشوف وایي، د هېواد اصلي موخه يې له افغانستان سره دوه اړخیزې مثبتې اړیکې جوړول دي.
د بلخ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د خواجه ابونصر پارسا تاریخي جومات ځينې برخې د تېرو جګړو پر مهال ويجاړې شوې دي چي حکومت يې بايد ورغوي.
د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، په دغه ولايت کې څه باندې ۱۶ زره ماشومان د سړک غاړه ته او نورو ځایونو کې پر سختو او درنو کارونو بوخت دي.
د بلخ امنيه قومانداني وايي، د دغه ولايت په چاهي ولسوالۍ کې يوه کس ځانوژنه کړې ده.
مزارشریف (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د بلخ د مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکي وایي، د لاسي پلورونکو له لوري د توکو د پلور لپاره لوډسپېکرونه لګول
په بلخ ولایت کې شاوخوا ۸۰۰ صنعتي کارخونې او شرکتونه د ښځو له لوري مدیریت کېږي چې ورسره زرګونو نورو ښځو ته پکې د کار کولو فرصتونه برابر شوي دي.
د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د څه باندې ١٤١زره امریکایي ډالرو په لګښت د قلعهجنګي نجونو ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د بلخ ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت ځانګړې امنیتي قطعې یو کس د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ د مولانا جلالالدین محمد بلخي ښارګوټي کې د کډوالو د بیا ځای پر ځای کولو بهیر پیل شو.
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ زدهکوونکي وايي چې ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د ښوونکو له کمښت سره هم مخ دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د شمال او شمالختیځ زون په کچه د ۸۰ لوبغاړو ترمنځ د کانګفو سیالۍ ترسره شوې.
د بلخ روغتيايي مسوولین وایي، په تېرو نږدې دوه میاشتو کې په دغه ولايت کې د کانګو ناروغۍ ۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له ډلې يې دوه کسان مړه شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن