منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې يو شمېر معلولين: حکومت دې د سويډن کمېټې فعاليتونه نه ځنډوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۳۵ کتنې

مزارشریف (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د بلخ يو شمېر معلولين په سويډن هېواد کې قران‌کريم ته سپکاوى پر سختو ټکو غندي خو له حکومته غواړي چې سويډن کمېټې ته اجازه ورکړي چې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

د راپورونو له مخې، یوه سویډني د چنګاښ په ۷مه (د لوی اختر لومړۍ ورځ) د سویډن پلازمېنې ستاکهولم جامع جومات مخې ته د قران‌کریم یوې نسخې ته اور ورته کړ.

خو د چنګاښ مياشتې په ٢٠مه ا.ا له دې امله چې په سویډن کې قران‌کریم ته سپکاوی شوی، افغانستان کې د سویډن د هر ډول فعالیت درېدو امر وکړ او له نورو مسلمانو هېوادونو یې هم وغوښتل چې له یاد هېواد سره پر خپل تعامل غور وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه په بلخ کې نن يو شمېر معلولين راټول شوي وو.

په یاد ولایت کې د معلولینو شبکې ویاند سیدمحمد یزدان‌پرست وویل، د معلولينو لپاره د سويډن کمېټې فعاليتونه مهم دي، بايد فعاليتونه ونه ځنډېږي.

هغه وايي، د سويډن کمېټې پر فعاليت بندیز د زرګونو زده‌کوونکو ترڅنګ د ٣٥٠٠ معلولينو پر ژوند هم منفي اغېز کولای شي.

نوموړي زیاته کړه، سويډن کمېټه له زده‌‌کوونکو او معلولينو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.

په همدې حال، په بلخ کې د نابینایانو ټولنې مسوول عبدالرحیم صفا هم وایي چې په افغانستان کې د سويډن کمېټې خدمتونو بديل نشته، حکومت دې په دې برخه کې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

دغه راز يو بل معلول عبدالحکیم مظلومیار وایي: «سویډن کمېټې د معلولینو لپاره ډېر څه کړي، ما ته یې ویلچر راکړى، داسې نورو ته یې هم ډېر شيان ورکړي، که دا کمېټه نه واى نو ما ځان ته ويلچر هم نه شو اخيستلاى، نو بايد د فعاليت اجازه ورکړل شي.»

یادو معلولینو يو پرېکړه‌ليک هم صادر کړ.

په پرېکړه‌لیک معلولینو د یوه سویډني له خوا قران‌کریم ته سپکاوی غندلی او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې د سویډن کمېټې فعالیتونو بندولو په اړه پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

د يادونې ده، سويډن کمېټه له لسګونو کلونو راهيسې په افغانستان کې د روغتيا، پوهنې، معلولينو او ځينو نورو برخو کې فعاليت کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه