په بلخ کې یو شمېر معلولین د بشري حقونو د اسلامي اعلامیې د تصویب ۳۴مې کالیزې رارسېدو سره سم له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوي چې دوی ته د مرستو په وېش کې لومړیتوب ورکړي.
بلخ کې د شمال په کچه د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټسال یو ورځنۍ سیالۍ چې پنځو لوبډلو په کې ګډون کړی و، د دغه ولایت د «قناعت» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د بلخ ولایت د برېښناکوټ فابریکې مسوولین وایي چې د روسيې يوه تخنيکي پلاوي له يادې فابريکې ليدنه کړې او د هغې بیارغونې او د توليد ظرفيت لوړولو برخه کې يې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي، د ښار په څلورمه ناحیه کې یې ۳۲ هغه هټۍ تړلې دي چې خپل توکي یې پلې لارو کې اېښودل او خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې وې.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې څلور هغه وسلهوال نیول شوي چې غوښتل يې له یوه کور څخه غلا وکړي.
د بلخ والي د یو شمېر ټرانسپورتي شرکتونو له مسوولینو سره په ناسته کې ویلي، له دې وروسته به امنیتي کسان د موټرو د تېز تګ مخنیوی کوي او هغه موټرچلوونکي چې تېز تګ کوي، محکمې ته معرفي کېږي.
د بلخ خوړو او درملو ادارې مسوولین وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې ۸۳ درملتونونه او ۳۰ کارخونې د دوی له معیارونو د سرغړونې له امله تړلې دي.
په بلخ ولایت کې د یوه خصوصي فابریکې له خوا د چرګانو تولید شوې دانه په لومړي ځل تاجکستان ته صادر شوه.
د بلخ کروندګر په دغه ولایت کې د خټکیو بیو بېساري ټیټېدو ته اندېښمن دي او له حکومته غواړي چې د بازارموندنې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
په شمال کې د روغتیا نړۍوال سازمان مسوولین وایي چې په ټوله نړۍ کې ۳۰۴ میلیونه او په افغانستان کې شاوخوا سل زره کسان په تور او سپین زېړي اخته دي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې سلګونه لیتره شراب او سلګونه کیلوګرامه نور نشهیي توکي راټول کړي او له منځه وړي دي.
د بلخ اطلاعات او فرهنګ ریاست د سږني کانکور ازموینې دویم نمره سیدحامد هاشمي د یوې غونډې په ترڅ کې د جایزو په ورکولو وستایه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP