د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ازبکستان له خوا د شاوخوا شپږ میلیون ډالرو په لګښت د امام بخاري په نوم د یوې لویې دیني مدرسې د جوړولو چارې پيل شوې.
مزارشریف (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۳): د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د نږدې اووه میلیون افغانیو په لګښت
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د کرکټ ۱۲ لوبډلو ترمنځ د انټرکلپ ۵۰ اووریزې سیالۍ پیل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.
بلخ کې د باختر پنبې غوړیو دولتي فابریکې مسوولین وایي چې دې فابریکې په تېر یوه کال کې له ۷۰۰ ټنه پنبهدانې ۲۰۰ ټنه غوړي تولید کړي دي.
د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ کې د ۸۰ زره ډالرو په لګښت لسګونو کډوالو کورنیو ته د سرپناه جوړولو چارې پیل شوې.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د شلو بېلابېلو ورزشي فدراسیونونو لوبغاړو له خوا ورزشي نندارې وړاندې شوې.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او یو کس ټپي دی.
د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي چې د حیرتان له بندر څخه د روان کال لومړیو څلورو میاشتو کې د څه باندې ۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.
بلخ کې یو شمېر بڼوال وایي چې په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د بادامو حاصلات ډېر شوي خو بیه یې بیا تر نیمایي ډېره ټیټه شوې ده.
د بلخ سلګونه اوسېدونکو د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د غزې د قربانیانو په ملاتړ او د حماس سیاسي دفتر د رییس اسماعیل هنیه د ترور غندلو په موخه غونډه جوړه کړه.
مزارشریف (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۳): بلخ ولایت کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د څلورم پورت اړوند نایباباد سټېشن له بیارغونې وروسته فعال او
د بلخ ولایت شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، که څه هم د امو سیند د تخریباتو مخنیوي لپاره بېړني استحکامات ترسره شوي خو زیاتوي چې لا هم د سیند څپې د خلکو ژوند ګواښي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP