مزارشریف (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۳): د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د کرکټ ۱۲ لوبډلو ترمنځ د انټرکلپ ۵۰ اووریزې سیالۍ پیل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.
یادې سیالۍ نن د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار په متحد لوبغالي کې د روشن مخابراتي شبکې په مالي ملاتړ پیل شوې چې په کې د بلخ ولایت سیمهییزو چارواکو، لوبغاړو او د کرکټ مینهوالو برخه اخیستې وه.
د یادو سیالیو د پیل مراسمو کې د بلخ ولایت کرکټ مسوول محمدالله ثابت وویل، په دغو سیالیو کې د بلخ ولایت ۱۲ لوبډلو ګډون کړی چې هره لوبډله به پنځه لوبې ترسره کړي او یوه میاشت به دوام ومومي.
د نوموړي په وینا، دغه لوبې په ۵۰ اووریزه بڼه ترسره کېږي او د دغه ټورنمنټ اتله لوبډله به د بلخ ولایت په استازیتوب په ملي لوبو کې ولوبېږي.
په همدې حال کې، د مزاري کرکټ کلپ لوبډلمشر عبدالرحمن عابد دغه سیالۍ د کورني کرکټ د ودې لپاره مهمه ګڼي او وایي، د ځوانانو لپاره ښه چانس دی چې خپلې وړتياوې ثابتې کړي.
په ورته وخت کې لوبغاړي هم د یادو سياليو ترسره کېدو ته خوښ دي.
د یادو سياليو يو لوبغاړى احسانالله وايي، د سياليو ترسره کېدو ته ډېر خوښ دى او د افغانستان کرکټ بورډ له مسوولینو غواړي چې ولایتي لوبغاړو ته پاملرنه ډېره کړي.
فهیم د دغو سیالیو یو بل لوبغاړی وایي چې بلخ کې د کرکټ لوبه د ودې په حال کې ده او تکړه لوبغاړي لري.
هغه د معیاري لوبغالي نشتون د دوی پر وړاندې له مهمو ننګونو بولي او له کرکټ بورډه غواړي څو په یاده برخه کې د دوی ستونزه حل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۸ کال کې د بلخ «لیجینډ لوبډلې» د افغانستان کرکټ غوره ليګ سياليو کې اتلولي خپله کړې وه.