ژبه

بلخ کې د کانکور ازموینې دویم نمره وستایل شو

مزارشریف (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۳): د بلخ اطلاعات او فرهنګ ریاست د سږني کانکور ازموینې دویم نمره سیدحامد هاشمي د یوې غونډې په ترڅ کې د جایزو په ورکولو وستایه.

د بلخ ولایت سيمه‌ييزو چارواکو نن (سه‌شنبه، د زمري ۲مه) د روان کال د کانکور ازموينې دويم نمره ته د لپټاپ، جامو او يو شمېر نورو توکو په ورکولو سره د هغه ستاينه وکړه.

له بلخ ولایت څخه سیدحامد هاشمي د روان کال کانکور په ازموینه کې د ۳۵۷.۷۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د کابل طبي علومو پوهنتون ته بریالی شوی دی.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رِییس ذبیح‌الله نوراني په دغه ولایت کې زده‌کوونکو او محصلینو ته د زده‌کړو د مناسبو فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ.

نوراني وايي چې د ځوانانو د ملاتړ په موخه یې له خصوصي پوهنتونونو سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړی چې له مخې یې ځوانان کولای شي په کم لګښت زده‌کړې وکړي.

په دغه غونډه کې د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس وویل چې د هېواد د پرمختګ لپاره د دیني علومو سربېره عصري علوم هم مهم دي او له ځوانانو یې وغوښتل څو په خپلو هڅو د هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.

بلخوا، سیدحامد هاشمي له خپلې کورنۍ مننه وکړه چې د ده ملاتړ یې کړی او د زده‌کړو زمینه ورته یې برابره کړې.

هغه له نورو ځوانانو وغوښتل چې اهدافو ته د رسېدو په موخه دې کلکه اراده وکړي.

د یادونې ده، د روان کال کانکور ازموینې لومړی مقام اتل‌خان رحیم‌زوی له کابل څخه، دویم مقام سیدحامد هاشمي له بلخ او درېیم مقام شفیع‌الله نظامي له فراه څخه ترلاسه کړی دی.