د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د زردالو حاصلات څه باندې ۱۰ زره ټنو پورې اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله ډېروالی ښیي.
د ازبکستان له خوا افغان سوداګرو ته د اوسپنې پټلۍ تعرفې له کمېدو سره سم د بلخ یو شمېر سوداګرو له سرپرست حکومته هم غوښتي چې د صادراتو برخه کې ګمرکي او ترانسپورټي تعرفې کمې کړي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې له امنیتي کسانو سره په نښته کې دوه وسلهوال غله وژل شوي دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یو تعویذګر ملا په خپل کور کې وژل شوی او له دې پېښې سره په تړاو د هغه مېرمن نیول شوې ده.
د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له امله پنځه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې په ۱۴۰۲ کال کې په دغه ولایت کې د ځانوژنې ۳۰ او د انسانتښتونې پنځه پېښې ثبت شوې دي.
د بلخ ځایي مسوولین وایي، د روان ۱۴۰۳ کال له پیله راهیسې د دغه ولایت مرکز مزارشریف – حیرتان پر لار ۳۶ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۲۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې ځمکني توت ډېر کرل شوي او حاصلات یې لږ تر لږه تر ۲۲۵ ټنو پورې اټکل شوي دي.
بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د تېلو یوه پلورنځي کې د اورلګېدنې له امله مالي زیان اوښتی دی.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یې یوه اندازه چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د بلخ د کشندې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې د ژوند له لومړنیو اړینو خدمتونو لکه برېښنا، روغتیایي مرکزونو، سړک او مخابراتو بې برخې دي او د څښاک اوبو ته هم لاسرسی نه لري.
حکومتي مسوولین وايي چې د افغانستان سېلابځپلو لپاره د ایران هېواد د خوراکي او غیرخوراکي مرستو یوه بله جوپه د بلخ مرکز مزارشریف ته رارسېدلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP