Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې له پاکستانه راستنېدونکو کورنیو لپاره یو لنډمهاله پنډغالی جوړ کړی دی.
د بلخ ځایي مسوولین وایي، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال یې په دغه ولایت کې شاوخوا سل زره ټوکه پاسپورټونه وېشلي او څه باندې ۴۰۰ بهرنیو وګړو ته یې ویزې ورکړې دي.
د افغانستان بانک مسوولین وایي، هڅه کوي په ټول هېواد کې مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی اسانه او د سیمهییز اقتصاد د ودې لپاره کار وکړي.
کابل کې د قزاقستان شارژدافیر وایي، د دغه هېواد د بشري مرستو جوپه چې په کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي، د حیرتان بندر له لارې بلخ ته رسېدلې ده.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د لس میلیونه افغانیو په ارزښت د «نوي ښار» په نوم د یوې څلورلارې د جوړېدو چارې پیل شوې.
د بلخ د شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، که څه هم د امو سیند د تخریباتو مخنیوي لپاره له دې مخکې استحکاماتي چارې ترسره شوې خو وايي، لا هم د سیند څپې د دوی ځمکي، کورونه او ژوند ګواښي.
د بلخ او بغلان ځايي مسوولین وايي، دغو ولایتونو کې لا هم نږدې ۵۰۰ ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي یې د ژمي په سړه هوا او د اوړي په ګرمۍ کې تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي.
د بلخ په مارمل ولسوالۍ کې «پسته مزار» سیمه چې په دې وروستیو کې پر یو تفریحي ځای بدله شوې، د پسرلي په راتلو سره اوس هره ورځ سلګونه کسان ورځي خو هلته د هغوی لپاره امکانات او اسانتیاوې نشته.
په مزارشریف ښار کې د هېواد په کچه د اوړو او نورو غلهجاتو د عمده پلور لپاره د بیو ټاکلو په موخه یو مرکز پرانیستل شو.
د بلخ د چهاربولک او چاهي ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د مزارشریف – کلفت بندر ترمنځ د غځیدلي سړک له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته یې د جوړولو غوښتنه کوي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ښځینه سوداګرو لپاره د رابعه بلخي په نوم ځانګړي مارکېټ کې هټۍوالې له خپلو کاروبارونو خوشاله دي او غوښتنه کوي چې یو بل مارکېټ دې هم ورته جوړ شي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري د قرانکریم دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP