مزارشریف (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۴): د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې له پاکستانه راستنېدونکو کورنیو لپاره یو لنډمهاله پنډغالی جوړ کړی دی.
د بلخ ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په مشرۍ د یو ګډ کمېسيون له له خوا د مزارشریف ښار ختیځ لوري «ګوريمار» سیمه کې له پاکستانه بېرته راستنیدونکو کورنیو لپاره لنډمهاله پنډغالی جوړ شو.
خبرپاڼه کې راغلي، یاد پنډغالی د همدې کمېټې له خوا جوړ شوی چې د استوګنې لپاره لنډمهاله سرپناوې، درې وخته خواړه، پاکې اوبه، روغتيايي خدمتونه، ٢٤ ساعته فعال امبولانس او ګڼ شمېر نورې اسانتیاوې لري.
دغه پنډغالي کې به له پاکستانه راستنېدونکې کورنۍ د یوې میاشتې لپاره پاتې کېږي او د ستړیا رفع کولو او لومړنیو مرستو له ترلاسه کولو وروسته به د بلخ مرکز مزارشریف ښار او ولسوالیو سربېره جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو ته استول کېږي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې له پاکستانه راستنېدونکو افغان کورنیو لپاره ورته پنډغالي او کمپونه جوړ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP