مزارشریف (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۴): کابل کې د قزاقستان شارژدافیر وایي، د دغه هېواد د بشري مرستو جوپه چې په کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي، د حیرتان بندر له لارې بلخ ته رسېدلې ده.
دغو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وریجې، خیمې او کمپلې شامل دي، نن د حیرتان بندر له لارې هېواد ته رسېدلي او د سرپرست حکومت مسوولینو ته سپارل شوې ده.
کابل کې د قزاقستان شارژدافیر ګازیز اکباسوف د دغو مرستو د تسلیمۍ پرمهال د افغانستان د خلکو د ملاتړ په موخه د دغه هېواد د بشر دوستانه پروګرامونو پر ډېرېدو ټینګار کړی دی.
اکباسوف وویل: «دغو مرستو کې زر ټنه اوړه، ۱۲۴۳ ټنه وریجې، زر لېتره غوړي، خېمې او کمپلې شامل دي چې په ۳۶ واګونونو کې نن د حیرتان بندر له لارې راورسېدل او د سرپرست حکومت مسوولینو ته تسلیم کړای شول.»
هغه دغه راز وویل: «قزاقستان له اسلامي امارت سره ولاړ دی، موږ هڅه کوو څو د زېربنایي، کانونو او نورو برخو خپل ملاتړ ولرو.»
ورته مهال، د سرپرست حکومت مسوولینو اړمنو او راستنېدونکو لپاره په اوسنیو شرایطو کې د بشري مرستو برابرول اغېزناک بولي او له ټولو هېوادونو د مرستې غوښتنه کوي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت د بهرنیو اړیکو رییس برهانالدین شینواري وویل: «دا مرستې په داسې حال کې شوې دي چې زموږ ذخیرې خالي دي، موږ د اړمنو او هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي لپاره ډېرو مرستو ته اړتیا لرو.»
له سیاسي بدلون وروسته دا څلورم ځل دی چې قزاقستان خپلې مرستې افغانستان ته رالېږي؛ له دې مخکې د دغه هېواد بشري مرستې د بغلان سېلابځپلو ته وېشل شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP