د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د ځایي مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د درېیو دښمنو کورنیو ترمنځ درې کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د شاوخوا ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۱،۵ کیلومتره سړک د کانکړیټولو چارې پیل شوې.
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د بلخ ولایت البرز ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او د دې ستونزې د هواري غوښتونکي دي.
بلخ کې د پارا المپیک سیالیو مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۵۰ معلولینو ترمنځ د کرکټ، فوټسال، ویلچر باسکټبال او نورو لوبو سیالۍ ترسره شوې.
د خوست ولایت په مرکز کې د څه باندې ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک، ویالو او یوه کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.
د مزارشریف ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې بلخ ولایت کې د روان لمریز کال لومړیو اوو میاشتو کې ۸۴۹ ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ اخته او له ډلې یې ۲۱ ماشومان مړه شوي دي.
د بلخ امنیه قومنداني وایي چې د دغه ولایت کلدار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
ستره محکمه وایي، د بلخ ولایت په البرز ولسوالۍ کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د بلخ زعفرانو د تولید او پروسس کوونکو اتحادیې مسوولین وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۳۰۰ هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي چې د حاصلاتو کچه یې ۱،۵ ټنو ته رسېږي.
د بلخ ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د باران ورېدو او سېلابونو راتلو له امله ۵۰۰ کورونه زیانمن، دوه زره جریب ځمکه تخریب او ۵۰۰ څاروي تلف شوي دي.
د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چین د ګډ اقتصادي دهلېز اړوند پر سوداګریزو توکو بار یو اورګاډی د حیرتان بندر ته راورسېد.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP