د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې بلخ کې سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د صادراتي توکو د اسنادو طی مراحل کولو لپاره یو واحد مرکز جوړ شو.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې په یوه کور کې د راکټ ساتل شوې ۲۲ مرمۍ چاودېدلې چې له امله یې درې کورونه ویجاړ شوي.
د اېرګنک په نوم مشهوره لاره چې مزارشریف کندوز له یو بل سره نښلوي، د بلخ اوسېدونکي او موټرچلوونکي يې له حکومته د جوړېدو غوښتنه کوي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال ۲۵ کیلوګرامه چرس، ۲۴ ګرامه تریاک او ۱۹۹ ټابلیټ کا ګولۍ کشف او ترلاسه کړې او په تړاو یې ۳ کسان هم نیول شوي دي.
د بلخ ولایت مقام وایي چې د وانک فیکي په نوم یو چینایي سوداګر د اسلام پر دین مشرف شو او د عبدالله محمد نوم ورکړل شو.
د بلخ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د غواګانو ۳۲ لوی فارمونو فعاله دي چې په کلني ډول ۱۰۵۰ ټنه شیدې تولیدوي.
د بلخ سیلو ریاست مسوولین وایي چې له شاوخوا درېیو لسیزو وروسته د دغه ولایت سیلو کې د غنمو زېرمه کولو برخه فعاله شوه او سږ کال به څه باندې ۳۰۰۰ ټنه غنم په کې زېرمه شي.
بلخ ولایت کې د نساجي فابریکې مسوولین وایي، د دې فابریکې د بیا فعالولو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به د رختونو تولید پیل کړي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې له نقلیه وسایطو ۶۵۰۰ لایزري او غیرمعیاري څراغونه لرې کړي او دا لړۍ دوام لري.
د بلخ ولایت د غرختونکو فدراسیون وایي چې د دغه فدراسیون نههکسیزې ډلې وکولای شول د عليباتور غره تر ټولو لوړه څوکه فتح کړي.
د بلخ ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت امنیه قومانداني له لوري د ملکي او نظامي وسایطو د تورو ښیښو سپینولو کمپاین پیل شوی او تر اوسه یې د ۲۰۰ موټرو ښیښې سپینې کړې دي.
د ملي دفاع وزارت مسوولین وایي، د شمال زون ۲۰۹ الفتح قولاردو انجنيرانو په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۷۳۰۹ بېلابېل نظامي وسايط ترمیم او فعال کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP