Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د چاپېریال ساتنې موضوع نه باید سیاسي شي او په افغانستان کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې برخه کې د نړۍوالو د همکاریو پر اړتیا ټینګار کوي.
ځینې ډاکتران او د چاپېریال ساتنې برخې پوهان له کورنیو غواړي چې د پلاستیکي کڅوړو پر ځای تکهيي او کاغذي کڅوړې و کاروي څو هم د بېلابېلو خطرناکو ناروغیو او هم د چاپېریال له ککړېدو مخنیوی وشي.
د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي په داسې حال کې چې ویل یې په اسلام کې د نجونو د زدهکړو لپاره کوم بندیز نشته زیاته کړه، د نجونو زدهکړو په اړه له شته ناسمو باورونو سره باید د اسلامي امت ټول علما په ګډه مبارزه وکړي.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د کلیفورنیا ایالت په لاسانجلس ښار کې د اورلکېدنې له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی او څه باندې ۱۲ زره کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهبازشریف د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی محمدصادق د خپل ځانګړي مرستیال په توګه ټاکلی دی.
له المان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په دوام، د دغه هېواد رسنیو راپور ورکړی چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې څه باندې ۱۳۰۰ افغان کډوال له المان څخه ایستل شوي دي.
د امریکا د کلیفورنیا ایالت د لاسانجلس ښار څنډو کې د پراخې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه پنځه کسان مړه او سل زره نورو خپل کورونه پرېیښي دي.
نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د کالیفورنیا په «پاسیفیک پالیسید» ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله ۳۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی چې د تېر مېلادي کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
رسنیو راپور ورکړی چې د چین د تبت په یوه لرې پرته سیمه کې د سختې زلزلې له امله ۵۳ کسان مړه او ۶۲ نور ټپیان شوي دي.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې غزه کې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې ۸۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰۸ نور ټپیان شوي دي.
د هند په ګجرات ایالت کې د دغه هېواد د ساحلي ګارډ چورلکې لوېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP