د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د استازي سلاکار ویلي چې افغان پانګهوالو د ۱۴۰۲ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په ایران کې شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې ده.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت کورنیو تولیداتو ته د بازارموندنې او د ملي او نړۍوالو سوداګرو او صنعتکارانو ترمنځ د لازمو اړیکو رامنځته کېدو په موخه کابل کې د امام ابوحنیفه د دویم ملي او نړۍوال نندارتونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې د دغه هېواد د عمومي ټاکنو له ترسراوي مخکې به په را تلونکې میلادي میاشت کې د هېواد اداره یوه سرپرست حکومت ته وسپاري.
یوانایچسيار ویلي، ۵.۶ میلیونه افغانان د کډوالو او کډوالۍ ته ورته حالت درلودونکو کسانو او ۲۹۵ زره نور د پناهغوښتونکو په توګه په بهرنیو هېوادونو کې اوسېږي او ۳،۲۵ میلیونه افغانان د افغانستان دننه بېځایه شوي دي.
د پیسو نړۍوال صندوق اعلان کړی چې پاکستان ته د ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت پور ورکوي.
کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان برخې مسوول وایي، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې له اړمنو سره د
په افغانستان کې د ښځینه سینګارتونونو له تړل کېدو وروسته د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیوي مدیرې ویلې چې ښځې باید د افغانستان د راتلونکې برخه وي.
یو شمېر خلک او د تفریحي ځایونو مسوولین له اسلامي امارته غواړي چې نجونو او ښځو ته دې د شریعت په چوکاټ او اسلامي حجاب په رعایتولو سره تفریحي ځایونو ته د تلو اجازه ورکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې د هند لس زره ټنه مرسته شوي غنم افغانستان ته رسېدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش او ټيټيپي ډلو شتون ردوي او وايي، د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په پاکستان کې د کډوالو چارو اتشو لپاره د ۳۵ ځایي کارکوونکو د ګومارلو خبر ورکړی دی.
په هند کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د سختې ګرمۍ له امله د دغه هېواد په شمال اتراپردیش ایالت کې لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه شوي دي.