کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان برخې مسوول وایي، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره ۲،۲ میلیارد ډالر بودجې ته اړتیا ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان برخې د مسوول هسیایو ويلي له قوله لیکلي چې په دغه هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته شاوخوا ۲۳ میلیون افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه ادعا کړې ده، اوسمهال شاوخوا ۱۵ میلیون افغانان له سختې قحطۍ سره مخ دي چې د خوړو نړۍوال پروګرام د بودجې نشتوالي له امله له دې ډلې یوازې ۵ میلیون کسانو ته رسېدنه کولای شي.
دغه سازمان څرګنده کړې ده چې د کووید۱۹ ترڅنګ وچکالي او په اوکراین کې جګړې هم په افغانستان کې د خوراکي توکو پر بیو اغېز کړی دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان برخې مسوول ټینګار کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو لپاره ۲،۲ میلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا ده.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کړې چې تېره اونۍ د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی و، په ډېر احتمال به په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پرلهپسې وچکالیو له امله د غنمو حاصلات ۳۵ سلنه کم شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








