د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد د افغانستان په ګډون د مخ پر ودې هېوادونو وګړو ته د ظرفیتجوړونې لنډمهاله انلاین پروګرامونه وړاندې کوي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي، د اسلامي فقې له نړۍوالې ټولنې سره په هغمږۍ افغانستان ته د علماوو یو پلاوی استوي څو له اسلامي اصولو سره سم د ښځو د کار او زدهکړو په اړه له سرپرست حکومت سره خبرې وکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د غونډې له جوړېدو خبر ورکړی او ويلي یې دي، په دغه ناسته کې به د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، بشري مسایلو او د فلسطین وضعیت ترڅنګ، د افغانستان په تړاو هم خبرې وشي.
د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان پرون ویلي چې که په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو په اړه پرېکړه تغییر و نهکړي، له ښوونې د نجونو د محرومیت دوام به د یوه نسل د نابودېدو لامل شي.
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا ۱۷ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په تبریز ښار کې د چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي دي.
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د راتلونکې شنبې په ورځ ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت ملګرو ملتونو یو ځل بیا د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د «ښځو او نجونو پر اساسي حقونو» لګول شوي محدودیتونه لغوه کړي.
په افغانستان کې د ایران سفیر دې ته په اشاره چې له سیمې بهر د افغانستان د ستونزو حل لپاره هڅې ښایي له شته وضعیت سره مرسته ونه کړي، زیاته کړه، د ټولګډون حکومت او د ښځو حقونو خوندیتوب پر لور د اسلامي امارت یو حرکت ښايي د سیمې هېوادونو له هرکلي سره مخ شي.
یوناما د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې خبر ورکړی او ویلي دي، ټاکل شوې چې په دې ناسته کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا خبرې وکړي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ګاونډيو هېوادنو ځانګړو استازو د لومړنۍ غونډې د کوربهتوب خبر ورکوي او وايي، ګډونوال به د افغانستان اوسني وضعیت او د اوږدمهاله سولې او ټیکاو ټینګښت لپاره د همکاریو په اړه خبرې وکړي.