ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې اورلګېدنې له امله ۱۰ کسان مړه شوي

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې اورلګېدنې له امله ۱۰ کسان مړه شوي

author avatar
17 Mar 2023 - 15:30
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې اورلګېدنې له امله ۱۰ کسان مړه شوي
author avatar
17 Mar 2023 - 15:30

کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۱): پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه نن سهار د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهستان ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې له امله یې ۱۰ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، د یادې پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

ځايي چارواکو ویلي چې یاده اورلګېدنه د برېښنا شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم د پاکستان په «عقیل میټي» سیمه کې د برېښنا شارټۍ پېښه کې ۳۶ کورونه سوځېدلي وو.

Views: 175

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.