ژبه

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د راتلونکې شنبې په ورځ ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.

یاد بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې را روانه شنبه (د کب ۲۰مه) ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.

مرکزي بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د یاد بانک په وینا، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک تېره ورځ هم ۱۶ میلیون ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي وو.

د یادونې ده، په تېرو دو ورځو کې د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو بشري مرستو دوه کڅوړې  کابل ته رسېدلې دي.