له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په تېر زېږدیز کال کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱۷ زره ماشومان له واکسین څخه محروم شوي دي.
په کابل ښار کې د پژواک له لوري د ۲۰ ارزول شوو نانواييګانو له ډلې ۷۰ سلنه یې په منځنۍ کچه یوه ډوډۍ د ښاروالۍ له لوري له ټاکلې اندازې خلاف په ۱۲ سلنه کم وزن پخوي.
د امریکا په کنټاکي ایالت کې د بانک یوه کارکوونکي پنځه کسان په خپل کارځای کې په ډزو وژلي دي.
. . .
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر دندو له بندیز وروسته ټاکل شوې چې د دغه سازمان امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا ناسته وکړي.
فېروزکوه (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۲): د غور – کابل لویهلار له درې ورځو تړل کېدو وروسته نن بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
د طب یوه محصله چې ځانته یې درسي پروګرامونه جوړ کړي او شاوخوا ۲۰۰ نجونو ته په انلاین ډول د انګلیسي ژبې درس ورکوي، له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
ټاکل شوې چې نن د شانګهای همکاریو سازمان کلنۍ ناسته په نوي ډهلي کې ترسره شي چې پکې به د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادو د وضعیت په تړاو هم خبرې وشي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال له یو شمېر ملي سوداګرو او پانګهوالو سره په لیدنه کې هغوی ته ډاډ ورکړی چې له سوداګرو به ملاتړ کوي او ستونزې به یې په اساسي ډول هوارې شي.
د بيبيسي نړۍوالې شبکې د بيبيسي فارسي راډیو د خپرونو بندېدو خبر ورکړی او ويلي، دغه پرېکړه یې پر ډیجیټلي پلټفارمونو خپرونو باندې د لا ډېر تمرکز په موخه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت یوه پلاوي د تاجکستان هېواد د بدخشان په مرکز خاروغ کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه لیدنه کړې ده.
د چارو شنونکي وايي، په ۱۴۰۱ کال کې امنیتي وضعیت نسبتاً ښه شو، یو ډول اقتصادي ثبات رامنځته او اسلامي امارت ته د افغانستان د ځینو سفارتونو سپارل مهمه لاسته راوړنه وه، خو د نجونو زدهکړو کې ځنډ او په انجیوګانو کې د ښځو پر کار بندیز د اندېښنې وړ دي.