. . .
د راپورونو له مخې، د هند په کرالا ایالت کې د یوې کښتۍ چپه کېدو له امله ۲۱ کسان مړه شوي دي.
کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): د کابل ښار د عامه کتابتون مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې د دوی د مراجعینو شمېر د نورو
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ایران ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر له مرستیالې سره د روغتیا په برخه کې پر دوهاړخیزو همکاریو خبرې وکړې.
د ویلچرباسکټبال فدراسیون تایلنډ ته په اسیايي سیالیو کې د ګډون لپاره د افغانستان د ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې د سفر خبر ورکړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په هند کې د شانګهای همکاریو سازمان ناسته کې په ګډه د ترهګرۍ ګواښ د له منځه وړلو غوښتنه کړې او ویلي چې یو سولهییز او باثباته افغانستان د نړۍوالې سولې او ټیکاو کلي ده.
د قابلهګانو له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې نړۍ له ۹۰۰ زره د اړینو روغتیايي خدمتونو وړاندېکوونکو له کمښت سره مخ ده.
د المپیک ملي کمېټه وايي، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی- چې د کویټ هېواد وګړی دی- د تړون لاسلیکولو په موخه کابل ته رسېدلی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د کمو پېښو ثبتېدا خبر ورکړی او ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې یوازې دوه ماشومان پر پولیو اخته شوي دي.
یو شمېر شاعران او لیکوالان له اسلامي امارته غواړي چې کلتوري او ادبي برخې ته د پاملرنې ترڅنګ، په ادبي ناستو کې ښځو ته هم د ګډون اجازه ورکړي؛ خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، ښځې هم کولای شي چې د اسلامي حجاب په مراعتولو سره جلا ادبي ناستې ترسره کړي.
د کابل ژوبڼ یو شمېر لیدونکي د دغه تفریحي ځای له شتون او امنیت له ټینګښته یې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له سرپرست حکومته غوښتي چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم تفریحي ځایونه جوړ کړي.
د ترافیکو عمومي ریاست مسوولین وايي، د اختر په درېیو ورځو کې په ټول هېواد کې د ۳۵ ترافیکي پېښو له امله ۲۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.