لغمان کې د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې یې د ۱۹ میلیون افغانیو په ارزښت د دوه سوه زره مېوه لرونکو او بېمېوې نیالګیو اېښودو لړۍ پیل کړې ده.
په کونړ، اروزګان او لغمان ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو له امله یو شمېر کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو ترڅنګ ګڼ استوګنیز کورونه زیانمن یا ویجاړ شوي، ډېر شمېر څاروي او لسګونه جریب کښتونه له منځه تللي دي.
د لغمان امنیتي مسوولین وايي چې پرون د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې یو کس د چاقو په ګوزارونو وژل شوی او زیاتوي چې قاتل یې نیولی دی.
د لغمان امنیتي مسوولین وایي، د کابل – جلالاباد پر لویه لار د دغه ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند عزیزخان کڅ سیمه کې ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده.
د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د تېر یوه کال پر مهال د خصوصي سکټور له لوري د غوښې چرګانو ۱۰۰ فارمونه جوړ شوي دي.
د لغمان ولایتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د یوه یوه چکډیم جوړولو چارې یې پیل کړې دي.
د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې د مرستندیه بنسټونو له لوري پر ۲۳۰ هکتاره ځمکه بېلابېل ډوله باغونه جوړ شوي دي.
د لغمان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې یوه څلور کلنه ماشومه موټر وهلې او مړه شوې ده.
د لغمان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، تېرو دوو کلونو کې یې د بېلابېلو مرستندویه ادارو په همکارۍ د دغه ولایت په مرکز او پنځهګونه ولسوالیو کې ۴۳ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي.
د نورستان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په بابا کلا سیمه کې یوه کس د یوې کورنۍ درې غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
د لغمان قرغیو ولسوالۍ کې په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله یوې ماشومې ژوند له لاسه ورکړی.
د کابل – جلالاباد پر لویه لار د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.